کابل ښار کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ښار کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ددې تر څنګ له ننګرهار ولایت هم راپورونه وایي چې په مرکز جلال اباد کې تېره شپه نښته او چاودنې شوې دي، خو په دې اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
(2021 / 11 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل ښار کې چاودنې پنځه کسه ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې نن سهار د کابل ښار د دارلامان پر سړک د ماین چاودنه شوې ده.
ویل کېږي چې ماین د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و او له سیمې د هایلکس ډوله موټر د تېرېدو پر مهال یې چاودنه کړې ده.
راپورونه وایي چې په پېښه کې د امنیتي کسانو په ګډون پنځه کسه ټپیان شوي دي.
اړوند موضوعات:
ایران افغانستان کې د داعش پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده
د کابل امنیه قومندانۍ هم پېښه تایید کړې او وایي چې چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.
ددې تر څنګ له ننګرهار ولایت هم راپورونه وایي چې په مرکز جلال اباد کې تېره شپه نښته او چاودنې شوې دي، خو په دې اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.





