ایران افغانستان کې د داعش پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده

0
84

ایران افغانستان کې د داعش پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده 

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان واکمن ګوند د افغانانو د امنیت د تامین او د تروریستي ګواښونو د له منځه وړلو مسوولیت لري.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د داعش په څېر ډلې د دوی هېواد راتلونکي ته جدي ګواښ پېښولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان واکمن ګوند د افغانانو د امنیت د تامین او د تروریستي ګواښونو د له منځه وړلو مسوولیت لري.

هغه د سړې موسم په رارسیدو سره په افغانستان کښې د بشری وضعیت د خرابیدو په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره زیاته کړه: “د افغانستان خلک د ژمي موسم له پیلیدو او د ژوند د شرایطو له سختیدو سره په خطرناک حالت کښې دی او ایران نه شی کولای د بې ځایه شویو افغانانو  په وړاندې بې تفاوته پاتې شی.”

نوموړي کابل ته د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي حسین کاظمي قومي د سفر په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل، د دغه سفر موخه په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له ټولو خواوو سره خبرې اترې کړې دي.

د ایران له خوا دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته شوې چې د طالبانو له واک ته رسېدو درې نیمې میاشتې وروسته  د افغانستان پر ښارونو د داعش د بریدونو په ګډون ترهګریز ګواښونه زیات شوي او اقتصادي کړکېچ په افغانستان کې زرګونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي. .

 

Leave a reply