سعودي عربستان د افغانستان پۀ اړه د اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه بللې ده 

0
79

سعودي عربستان د افغانستان پۀ اړه د اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه بللې ده 

د سعودي حکومت وايي، هیله لري چې یاده ځانګړې غونډه به پر مهمو اصولو د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره فرصت برابر کړي او د بهرنیو له لاس وهنې پرته د افغانستان د یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ثبات او امنیت د یقني کولو لور ته مهم ګامونه واخلي.

 

(2021 / 11 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سعودي عربستان د اسلامي همکاریو له سازمانو غوښتي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت د ارزولو لپاره دې بېړنۍ غونډه وکړي.

د سعودي حکومت وايي، هیله لري چې یاده ځانګړې غونډه به پر مهمو اصولو د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره فرصت برابر کړي او د بهرنیو له لاس وهنې پرته د افغانستان د یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ثبات او امنیت د یقني کولو لور ته مهم ګامونه واخلي.

په ورته مهال د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت ویلي، چې د راتلونکې ډسمبر مېاشتې پر ۱۷مه نېټه اسلام‌اباد کې د دې ناستې د کوربتوب وړاندیز کړی دی.

عرب نیوز ورځپاڼې د سعودي چارواکو له قوله لیکلي، چې طالبان باید وهڅول شي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي، ځکه دا حق په اسلام کې ورکړل شوی دی.

اړوند موضوعات: 

نن اسلام آباد کې د افغانستان پۀ اړه کنفرانس جوړېږي 

د راپورونو پر بنسټ، تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د افغانستان د امنیت او ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه هم خبرې وشي.

دغه بېړنۍ غونډه په داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې را روان ناورین ګواښوونکی بللی و او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي وو، چې له افغانستان سره دې مرستې وکړي.

Leave a reply