په پیښور کې د خیبرپښتونخوا د ۲۱ کالو کم عمر لوبغاړو د لوبو پرانسته وشوه

0
142

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د ډائريکټر جنرل آف سپورټس په مالي مرسته او تر سيوري لاندې د خېبرپښتونخوا 21 کالو نه کم عمره لوبغاړو لوبې پرون پيل شوې۔

پيښور سپورټس کمپلکس کښي د لوبو د رسمی شروع کیدو اعلان صوبائي وزیر شوکت یوسفز په خپله وکړو، په دې موقع د صحت او خزانی صوبائي وزیر تیمور سلیم جهګړا، د صوبائي اسمبلئ ممبر آصف خان، ملک واجد الله خان او ډی جی سپورټس اسفندیار خان خټک سره په یو رنګارنګ دستوره کښي اوکړو. د پراجيکټ ډائريکټر يو هزار سپورټس فيليټيز مراد علي مهمند، ډائريکټر آپريشن سپورټس سيد ثقلين شاه، ډائريکټر سپورټس مس راشده غزنوي، ډائريکټر ډيويلپمنټ سليم رضا، ډپټي ډائريکټر عزيز اے، ډپټي ډائريکټر نعمت اے، ډپټي ډائريکټر فنانس طارق خان او شمیر نور مشران او سرکاری افسران هم موجود وو.
د یادونې ده چې په دې لوبو کې د خیبرپښتونخوا د ۳۵ ضلعو څه کم او زیات ۵۰۰۰ لوبغاړي برخه اخلي، د قبایلي سیمو ګنړ شمیر لوبغاړی هم په دې لوبو کې برخه اخلي.
په دې موقع د صوبای وزیر خزانه تیمور سلیم جهګړا او صوبایی وزیر شوکت یوسفزیی په خپله وینا کې اوویل چې د خیبرپښتونخو په سیمه کې وس امن راغلې دې، دا سیمه او ورسره د قبایلي سیمې هم د ترهګرۍ نه بدې متاثره شوي دي او وس دلته امن راغلې دې، صوبایی وزیرانو اوویل چې په خیبرپښتونخوا کې د ځوانانو لپاره نوي نوي د لوبو میدانونه جوړ شوي دي او په څه پروژو باندې کار روان دي، هغوی اوویل چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت غواړي چې د ملک په هره سیمه کې د ځوانانو لپاره د لوبو سهولتونه او اسانتیاوي ورکړي.
…………………………………………….

…………………………………………………

Leave a reply