روسیه وايي چې د افغانستان پۀ اړه لۀ امریکا سره پۀ اړیکه کې یو 

0
228

روسیه وايي چې د افغانستان پۀ اړه لۀ امریکا سره پۀ اړیکه کې یو 

روسیې په تازه اقدام کې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ بسته هم لېږلې ده او ټینګار یې کړی چې دغه ډول څو نورې کمکي بستې به هم افغانستان ته ولېږي.

 

(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي له واشنګټن سره د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي، په واشنګټن کې د روسیې سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري.

مسکو وايي له واشنګټن سره په اړیکه کې دي او په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې روان بحران کابو کړي او د لا پراختیا مخنیوی یې وشي.

روسي لوري همدا راز ویلي چې غواړي له افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې دوام وکړي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وشي.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې که چین او روسیه طالبان پر رسمیت وپېژني؛ امریکا به هېڅکله هم دغه کار ونکړي 

روسیې په تازه اقدام کې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ بسته هم لېږلې ده او ټینګار یې کړی چې دغه ډول څو نورې کمکي بستې به هم افغانستان ته ولېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پخپلو خبرو کې ویلي ؤ چې که روسیه او چین د ا.ا.ا پۀ رسمیت وپېژني؛ دوی بیا هېڅکله دغه کار ونکړي.

Leave a reply