پی ایم ایل ن ملکي اداري دې لپاره بدناموي چې دوی ته ریلیف ورکړې شي: چوهدري فواد حسین

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د خالي په ورځ وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) د ادارو د متنازعه كولو اصلي مقصد هم دادې چې دوي په ضد مقدمو كښې ریلیف ترلاسه کړي.
دلته ميډيا سره خبرو کښې ده ووئيل چې کله د مسلم ليګ ن ګوند په ضد کومه مقدمه پرانستل شي نو ددې ګوند مشران بیا قومي ادارو ته د زيان رسولو سازشونه جوړوي او قسم قسم جعلي بیانونه خپروي.
هغه وويل چې د خپلې څو کلنې واکمنۍ پر مهال دوى (ن) د خپلو شخصي ګټو د تر لاسه کولو لپاره اقربه پرورۍ ته وده ورکړې وه ، ټولو خپل او نزدې خلقو ته به ی ګټه ورکوله. وفاقي وزير ووئيل چې د دوي کيسه د رانا شميم له بيان نه پېل شوه او د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په ادعا شوي آډيو ريکارډنګ ختمه شوه۔
وفاقي وزير ووئيل دا ډېره واضحه ده چې شريف خاندان د خپلو جائيدادونو د پېرودلو په اړه د پېسو ټرېل وړاندې كولو لپاره داسې حركت اختيار كړو خو هغه زیاته کړه چې ، چې لوړ عدالت باید چې ددې په دې اړه جدي اقدام وکړي.






