د ا.ا.ا لۀ ترکیې غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي
د ا.ا.ا لۀ ترکیې غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي
په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر د ترکیې له مرستو د مننې ترڅنګ له یاد هېواد څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي څو په دې سره ګڼو افغانانو ته د کار زمینه برابره او دغه هېواد له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې افغانستان د ټولو هېوادونو ځانګړې توګه د ترکیې همکاریو ته اړ دی او دوی غواړي چې ترکیه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جیهاد ارګین ای سره په لیدنه کې کړې دي.
د ا.ا د ویاند مرستیال ویلي چې په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر ویلي چې هېواد یې له بې ځایه شویو افغانانو سره د سرې میاشتې له لارې مرستې کړې دي او دا مرستې به دوام ولري.
اړوند موضوعات:
د ترکیې ولسمشر وايي چې تر راتلونکي کال پورې به د ترکیې اقتصادي وده لا پیاوړې شي