پنځوس هېوادونو لۀ طالبانو غوښتي چې لۀ ترهګرو ډلو سره روابط پرېږدي

0
174

پنځوس هېوادونو لۀ طالبانو غوښتي چې لۀ ترهګرو ډلو سره روابط پرېږدي

طالبانو تر اوسه د دې غونډې د اعلان په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا یادونه کړې وه چې د دوی حکومت به پرې نه ږدي چې افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

 

(2021 / 11  / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

شاوخوا ۵۰ اروپايي او اسیايي هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

یادو هېوادونو د دوه ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښودله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي.

د اسیا- اروپا په ۱۳مه سرمشریزه کې د کرونا ضد واکسین په وېش کې د مساوات غوښتنې ترڅنګ د جګړه ځپلي افغانستان او میانمار په اړه چې پوځي کودتا په کې شوې ده بحث وشو.

اړوند موضوعات: 

خواست سران ۵۰ کشور برای قطع روابط طالبان با گروه‌های تروریستی

د سرمشریزې ګډونوالو پرون له غونډې وروسته په یوه بیان کې موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا هېڅ کله د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نه شي.

طالبانو تر اوسه د دې غونډې د اعلان په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا یادونه کړې وه چې د دوی حکومت به پرې نه ږدي چې افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

Leave a reply