د ضلع خیبر انډر 21 لوبغاړو لپاره د لوبو سامان ورکړل شو.

باغي ټي وي رپورټ
لنډيکوتل: د ضلع خیبر سپورټس افسر راحهد ګل ملاګوري د انډر 21 لوبو لپاره غوره شوي لوبغاړو ته سامان ورکړو
په دې سامان کې دړلوبغاړو لپاره بوټان او ړ لوبو لپاره لباس شامل وو.
د خېبرپښتونخوا انډر ۲۱ لوبو کې به ۱۰ لوبې ترسره کېږي چې پکې کراټې، تکواندو، جوډو، ووشو، هاکي،
د ټیبل ټینس، کشتۍ، باسکټ بال، د وزن پورته کولو او جمناسټک شامل دي.
د خېبرپښتونخوا انډر 21 گیمز لپاره لوبغاړو کښې د کټونو او بوټونو ویشلو په موقع لوبغاړو اوویل چې دوی د ضلعې سپورټس افسر راهد ګل ملاګوري مننه کوي چې تل یې د ضلع خیبر لوبغاړو ته د لوبو غوره موقعې ورکړې دي.لوبغاړو زیاته کړه چې د خیبر لوبغاړو ته ی ښې موقعې په لاس ورکړي دي .
د خېبرپښتونخوا انډر ۲۱ لوبې به د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۲۸مه د پېښور په قیوم سټېډیم کې پیل شي.






