هلمند ولایت کې د ا.ا.ا لۀ لوري د بست تصدي بېرته فعاله شوې ده
هلمند ولایت کې د ا.ا.ا لۀ لوري د بست تصدي بېرته فعاله شوې ده
د بُست تصدۍ د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۹ کال کې د هغه مهال د دولت له لوري فعاله شوه چې په دې وروستیو کې بیا د د طالبانو د حکومت په راتګ سره بنده شوه.
(2021 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هلمند کې تر څو میاشتو ځنډ وروسته د بُست تصدۍ بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
د بُست تصدۍ لپاره د ا.ا.ا لۀ لوري ټاکل شوي مشر حافظ ارشاد وايي، د دې فابریکې د بېرته فعالیت څخه يې هدف د پنبې کاروبار او کرکېلې ته وده ورکول دي او په وینا یې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د بُست تصدۍ د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۹ کال کې د هغه مهال د دولت له لوري فعاله شوه چې په دې وروستیو کې بیا د د طالبانو د حکومت په راتګ سره بنده شوه.
د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي، سږ کال د بُست تصدۍ ۲۶۰ میلیونه افغانۍ بودجه لري چې له بزګرانو به تر څلور زره ټنه پورې خامه پنبه وپېري.
هلمندي کرونګر د بُست تصدۍ د بیا فعالېدو اقدام څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چې یاد فابریکې ته دې پاملرنه لا زیاته شي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا : د خپلواکۍ تر اخستلو وروسته مو د هېواد ابادي لۀ لومړیتوبونو څخه ده
د یادونې ده چې د ا.ا.ا چارواکو پۀ دې وروستیو کې ویلي چې د دوی ټوله هڅه د هېواد آبادول او د صنعت پرمختګ دی، چې دغه لاره کې به دوی خپله پوره هڅه کوي.