سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره مو لۀ رسیې مرسته غوښتې

سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره مو لۀ رسیې مرسته غوښتې
شاهین چې د طالبانو د حکومت له خوا په ملګرو ملتونو کې د یادې ډلې د استازي په توګه معرفي شوی، همدارنګه ویلي دي چې د طالبانو ډله له روسیې توقع لري چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د استازي په توګه د هغه له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي.
(2021 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا له روسیې غوښتي چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ په ورکولو کې مرسته وکړي.
د روسیې د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ویلي دي چې یادې ډلې له روسیې سره ښې اړیکې درلودې او دا اړیکې اوس برقراره دي.
شاهین چې د طالبانو د حکومت له خوا په ملګرو ملتونو کې د یادې ډلې د استازي په توګه معرفي شوی، همدارنګه ویلي دي چې د طالبانو ډله له روسیې توقع لري چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د استازي په توګه د هغه له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي.
اړوند موضوعات:
امیر خان متقي له ملګرو ملتونو غوښتي چې سهیل شاهین د ملګرو ملتونو غړی کړي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي وسیلي نبینزا د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې ویلي وو چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ د سپارلو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې.






