د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د هغه چا پر وړاندې مبارزه کوو چې سولې ته خنډ وي
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د هغه چا پر وړاندې مبارزه کوو چې سولې ته خنډ وي
امیرخان متقي زیاته کړې چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمال کړي.
(2021 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې په دوحه کې به د امریکايي لوري سره د بندیزونو د لرې کولو، د دواړو هیوادنو پر اړیکو او د افغانستان سره د مرستو په اړه خبرې وشي.
امیرخان متقي زیاته کړې چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمال کړي.
نوموړی وایي چې ټول باید د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي چې په افغانستان کې سوله ګواښي.