د امیرخان متقي پۀ مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دوحې ته روان شو
د امیرخان متقي پۀ مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دوحې ته روان شو
بلخي په دې تړاو تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي خو تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د افغان لوري او امریکايي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پیلېږي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د نوي حکومت یو لوړپوړی پلاوی دوحې ته روان شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن له پلازمینې کابل دوحې ته روان شوی دی.
په دې پلاوي کې د ګڼو حکومتي اداراتو مشران له امیرخان متقي سره ملتیا کوي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي پۀ مشرۍ دوحې ته ځي
د بلخي په خبره په پلاوي کې د پوهنې، روغتیا، مالیې، افغانستان بانک او امنیت استازي ګډون لري.
بلخي په دې تړاو تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي خو تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د افغان لوري او امریکايي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پیلېږي.
د ا.ا.ا وایي چې په دې مذاکراتو کې پر اقتصادي مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او د رسمیت پېژندلو پر مسئله بحثونه او خبرې کېږي.