عراقي چارواکی: تر پنځلسو ورځو ټول بهرني سرتېري لۀ عراقه ووځي

عراقي چارواکی: تر پنځلسو ورځو ټول بهرني سرتېري لۀ عراقه ووځي
تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو چې ښایي ځينې وسله والې ډلې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له ماتې په الهام اخیستو په عراق کې هم خپل عملیات پراخ کړي او د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره جګړې شدیدې کړي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بهرني ځواکونه به په راتلونکو پنځلسو ورځو کې له عراق ووځي.
د عراق د ګډو عملیاتو د قومندانۍ قومندان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په راتلونکو پنځلسو ورځو کې به ټول بهرني ځواکونه له عراق وځي او یوازې سلاکاران او ځینې استخباراتي کسان به یې په یوه ځانګړې نظامي اډه کې حضور ولري.
عراقي چارواکي وایي دوی د یوه منظم میکانیزم پر بنسټ غواړي د بهرنیو ځواکونو ټولې وسلې او مهمات ترې وګرځوي او هغه به عراقي پوځ ته سپارل کېږي.
تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو چې ښایي ځينې وسله والې ډلې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له ماتې په الهام اخیستو په عراق کې هم خپل عملیات پراخ کړي او د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره جګړې شدیدې کړي.






