د خیبرپښتونخوا لوړپوړه چارواکو وزیراعظم عمران خان سرمهمه غونډه کړې

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان سره د خېبرپښتونخوا لوړ پوړه چارواکو یوه ډیره مهمه ناسته کړې ده. د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د ټولنیزو رسنیو په پانړه خپور رپورټ مطابق عمران خان سره د ګورنر شاه فرمان او د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان ملاقات کړې دې۔
د خپور شوي راپور مطابق په دې مهمه غونډه کې د خيبرپښتونخوا پرمختيائي پروګرام او انتظامي چارو په اړه ډیر ګټورې خبرې اترې وشوې او د صوبې د نورو پرمختیایی پروژو په اړه هم ټینګار وشو.
د یادونې ده چې په دې مهمه غونډه کې د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري شهزاد بنګش هم موجود وو.
………………………………………………………………………………