وفاقي وزیر نورالحق قادري سعودی عرب په سفر تللې

0
331

باغي ټي وي رپورټ
د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري سعودي عرب ته تللى او د خپل سفر په مهال به د سعودي چارواکو سره د عمرې په اړه خبرې اترې کوي.

د تفصيلاتو ترمخه د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري په اووه ورځنې دوره سعودي عرب ته تللې دې د دې دورې په مهال به د مذهبي چارو وفاقي وزير جده کښې اسلامي کانفرنس کښې ګډون کوي۔
د مذهبي چارو وزير به د خپل سفر په مهال سعودي چارواکو سره ملاقاتونه کوي، د سعودي چارواکو سره ملاقاتونه د شيډول برخه ده، د ملاقاتونو په مهال به د سعودي چارواکو سره د عمرې زائرين په اړه خبرې اترې کيږي.تمه ده چې د سعودي چارواکي به د عمره کوونکو په مسله کې ښه پرمختګ وکړي او د پاکستان نه به د عمره ادا کول لپاره حاجیان د مکې سفر وکړي.
ياده دې وي چې د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري د عمرې اد کونکو کسانو ته د ښه خبر ورکولو په مهال ويلي وو چې په راتلونکو دريو نه تر دوو اوونيو کې به د پاکستاني زيارت کوونکو لپاره بنديزونه هم ختم کړل شي.

Leave a reply