د امرالله صالح ګارډ دداعش نوې مشر دې

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا حکومت د داعش د نوي مشر ثناالله غفاري هویت خپور کړ. هغه ته په ۲۰۰۶ کال کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د وسلو د لیږد جواز هم ورکړل شوی و. د امریکا د حکومت په وینا، ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، د می د میاشتې له ۹ نیټې راهیسې د داعش خراسان ډلې مشري کوله.
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق امرالله صالح د خپلې دندې په اړه له څه ویلو پرته په خپل ټویټر اکاونټ کې لیکلي چې ثناالله غفاري د حقاني شبکې غړی و او کورنۍ یې اوس په پاکستان کې اوسېږي. په کابل کې د داعش د بریدونو د زیاتوالي یو لامل د داعش د مشر په توګه د امرالله صالح د ځانګړي ساتونکي ټاکل او پخپله امرالله صالح ته د کابل د امنیت سپارل وو. ثناالله غفاري د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د داعش مشر شو او امرالله صالح ته د اکتوبر په نهمه د کابل د امنیت مسوولیت ورکړل شو.
رپورټ کې زیاتوي چې د اکتوبر په اوومه داعش په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز برید وکړ، د نومبر په دویمه یې پر کابل پوهنتون برید وکړ او د نومبر په ۷مه یې پر کابل څو راکټونه وتوغول. داعش هم د دې بریدونو پړه پر غاړه اخیستې، خو د ولسمشر لومړي مرستیال د بریدونو پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو پخپله دا بریدونه غندلي او ویلي وو چې دا بریدونه اسلامی امارت نه دي کړي.
د مشرق رپورټ زیاتوي چې شنونکي وايي، صالح ته د کابل د امنیت د سپارلو او د داعش له خوا د هغه ځانګړي ساتونکي ته د مسوولیت سپارل او بیا په کابل کې پر ملکي او تعلیمي تاسیساتو د بریدونو زیاتېدل د پخواني حکومت او داعش تر منځ د ټینګې اړیکې ښودنه کوي.
1/2: سالېګي به د ستېج په سر خلکو ته د مکر ژړا ګانې کولې مګر د پردې تر شا یې داعش سره ګډ دلته په وحشیانه بریدونو د خلکو وینې تویولې ترڅو طالبان بدنام کړي، د کابل پوهنتون بېګناه محصلین یې شهیدان کړل، د دشت برچي په روغتون کې یې حامله مېندې او نوې زیږېدلي ماشومان ووژل… pic.twitter.com/CtQgWBOxVt
— Khairullah Shinwari (@KShinwari1) November 24, 2021



