ناپېژنده وسلوالو جلال اباد ښار کې ۳ کسه پۀ ډزو وژلي دي 

0
156

ناپېژنده وسلوالو جلال اباد ښار کې ۳ کسه پۀ ډزو وژلي دي 

لومړۍ پېښه پرون ماښام د ننګرهار لومړۍ حوزې اړوند شاوخوا سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې د کډوالو چارو ریاست دوه کارکوونکي د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

 

(2021 / 11 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد کې د دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه پرون ماښام د ننګرهار لومړۍ حوزې اړوند شاوخوا سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې د کډوالو چارو ریاست دوه کارکوونکي د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

دغه راز په یوه بله پېښه کې وسله‌والو پرون مازدیګر د جلال‌اباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې یو ریکشا چلوونکی وژلی دی.

ویل شوي، چې بریدګر له برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي او د وژل شوي ریکشا چلوونکي ریکشا یې هم له ځانه سره تښتولې ده.

د ننګرهار ځايي طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله‌والو ډلې د دې بریدونو مسوولیت منلی دی.

Leave a reply