زلمی خلیلزاد وايي چې د رسمیت پېژندلو پۀ اړه نړۍواله ټولنه اندېښنې لري

زلمی خلیلزاد وايي چې د رسمیت پېژندلو پۀ اړه نړۍواله ټولنه اندېښنې لري
خلیلزاد وایي نړیواله ټولنه له ځان سره د اندېښنو او راتلونکو ستونزو په اړه یو لېست لري چې هغې ته ځواب غواړي، نو نوی حکومت دې لومړی د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
(2021 / 11 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو په بدل کې لومړی د خپلو اندېښنو ځواب غواړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د افغانستان نوی حکومت په دې لټه کې دی چې په رسمیت وپېژندل شي او له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري.
دده په خبره د طالبانو دا غوښتنه هغه مهال منل کېږي چې د نړیوالې ټولنې اندېښنې ځواب شي.
اړوند موضوعات:
خلیلزاد وایي نړیواله ټولنه له ځان سره د اندېښنو او راتلونکو ستونزو په اړه یو لېست لري چې هغې ته ځواب غواړي، نو نوی حکومت دې لومړی د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
د افغانستان نوي حکومت بیا په وروستیو کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دوی په رسمیت وپېژني او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.






