د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې  د ا.ا.ا د پة رسمیت پېژندلو لپاره مو مشورې پیل کړې دي

0
97

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې  د ا.ا.ا د پة رسمیت پېژندلو لپاره مو مشورې پیل کړې دي 

ښاغلي ویسټ دغه راز په افغانستان کې د داعش د بریدونو د زیاتېدو او په هېواد کې د القاعدې د شتون په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړه او د دغې ترهګرې ډلې د ځپلو په برخه کې یې د طالبانو هڅې وستایلې.

 

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټامس ويسټ وایي، چې امریکا د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره سلا مشورې پیل کړي دي.

نوموړي یادې څرګندونې بروکسل کې خبریالانو ته کړي دي. هغه ویلي، چې امریکا اوسمهال په داسې یوې نقشې کار کوي چې له مخې به یې طالبان په رسمیت وپېژندل شي.

ښاغلي ویسټ دغه راز په افغانستان کې د داعش د بریدونو د زیاتېدو او په هېواد کې د القاعدې د شتون په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړه او د دغې ترهګرې ډلې د ځپلو په برخه کې یې د طالبانو هڅې وستایلې.

ځانګړي استازي زیاته کړه، طالبانو په ښکاره ډول له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو، د مرستو د بیا پیلولو، کابل ته د نړیوالې ډیپلوماتیکې ټولنې د راستنېدو او د بندیزونو د لیرې کېدو د لېوالتیا خبره کړې ده.

په کابل کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو د اګسټ میاشتې په ۱۵مې کابل ونیوه خو لا تر اوسه هم د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دي پېژندل شوی.

Leave a reply