په تورخم پوله نشه یی توکي ونیول شول

0
219

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم رسنیو داسې رپورټ ورکړې چې په ډیر مقدار کې ی نشه یی توکي نیولي دي ، د رسنیو مطابق قاچاق وړونکی غوښتل چې دا نشه یی توکي پاکستان ته ورسوي .

د پژواک نیوز یو رپورټ مطابق د افغانستان په تورخم کښې افغان چارواکو یو تن ونیول ، دې تن سره ی ۱۰۹ کلوګرامه نشه ی توکی نیولي چې غوښتل ی دا توکي بهر هیواد ته سمګل کړي.
د رپورټ مطابق په دې نشه یی توکو کې ۷۹ کلوګرام چرس، ۱۶ کلوګرام آیس او ۱۴ کلوګرام هیروین شامل وو. د افغان چارواکو مطابق دوی دا تن زندان ته اچول او پلټنې ترې پیل شوي دي.
د یادونې ده چې د تورخم په پوله سرچینو مطابق دلته په منظم توګه د نشه ی توکو سمګلنګ کیږي ، په ډیر زیات مقدار کښې هیروین، آیس او چرس پاکستان ته سمګل کیږي، ځای اولس د افغانستان اسلامی امارت او پاکستان چارواکو نه غوښتنه کړي ده چې دې نشه ی توکو سمګلرانو په ضد قنوني کاروایی وکړي.

Leave a reply