په انګور اډه کاروباري هلې ځلې بدې متاثره دي

باغي ټي وي رپورټ
د شخصي ګټو لپاره د ټرانسپورټ، ټریډ یونین او چلغوزې یونین د دھرنو او مظاهرو له وجې په پاک افغان پوله انګورو اډه کې کاروباري هلې ځلې ډیرې بدې متاثره کیږي.
د وانا ايګري پارک کنټريکټټر نويد ميډيا سره خبرو کښي اوويل چي د صوبايي حکومت لخوا د چلغوزه پروسسنګ په برخه کښي ټينڈر په اج اخبار کښي جاري کړے شوے وو، هغه زیاته کړه چې مونږ دا ټينڈر وګټلو او په باقاعده توکه مو په قامي خزانه کښې د کروړونو روپو جمع کولو سره د وانا ايګري پارک په چلفوزه پروسسنګ زون کښې د کروړونو روپو مشنري نصب کړه.
ده ووئيل چې د ډي سي، اے سي او ډي پي او په اجازت سره كار پېل كړې خو له بده مرغه دلته د چلغوزو ځايي سوداګر په دوه ډلو وېشل شوي دي چې له امله يې د چلغوزو سوداګري سخته متاثره شوې ده۔
دوی له ځايي ادارې غوښتنه وکړه چې د يادې سوداګر ډلې په ضد دې قانوني کاروایی وکړي او يا دې زمونږ د ټینډر جمع شوې پيسې د تاوان په ګډون واپس راکړي.






