ترکي پولیسو ۱۳ د کډوالو قاچاقبران نیولي دي

ترکي پولیسو ۱۳ د کډوالو قاچاقبران نیولي دي
د وان ولایت د امنیې قومندانۍ د کډوالو د قاچاق پر خلاف د مبارزې د څانګې منسوبینو د نوامبر د ۱۵ او ۲۱ مو نیټو ترمنځه د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف ۵ جلا جلا عملیات ترسره کړي دي.
(2021 / 11 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د وان ولایت د امنیې قومندانۍ د کډوالو د قاچاق پر خلاف د مبارزې د څانګې منسوبینو د نوامبر د ۱۵ او ۲۱ مو نیټو ترمنځه د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف ۵ جلا جلا عملیات ترسره کړي دي.
د وان د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې پدې جلا جلا عملیاتو کې ۱۵ تنه د کډوالو قاچاقبران نیول شوي وو چې ۱۳ تنه يي د محکمې لخوا زندان ته استول شوي دي.
د نیول شوو قاچاقبرانو نه يي ۶ تنه بهرني وګړي او پاتې د ترکیې وګړي دي.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنه وايي چې زرګونه افغان کډوال باید م،م په غوښتنه ومنل شي
همداشان د دوو تنو نورو قاچاقبرانو نه تحقیقات دوام لري.
ددې سربیره د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې یو زیات شمیر موټرې چې ناقانونه کډوال به يي انتقالول او هوټلونه او کورونه چې کډوال به يي ساتل نقدي جزا ورکړ شوې ده.
د موټر، هوټل او کور خاوندانو ته ۲۳۹ زره ۲۵۶ ترکي لیرې نقدي جزا ورکړ شوې ده.






