سعودي لۀ امریکا د ۶۳ میلیارده پۀ ارزښت وسلې پېري

سعودي لۀ امریکا د ۶۳ میلیارده پۀ ارزښت وسلې پېري
د المیادین خبري شبکې راپور ورکړی دی چې امریکا د خپلو ژمنو خلاف د ولسمشر بایډن په دوره کې هم پر سعودي د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو دوه قراردادونه لاسلیک کړي دي.
(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د وروستیو معلوماتو له مخې سعودي عربستان د یمن جګړې له پیله تر اوسه پورې له امریکا څخه د ۶۳ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پېرلي دي.
راپور کاږي چې که څه هم د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن د یمن په جګړه کې د سعودي له ملاتړه لاس په سر شوی دی خو لا هم پر سعودي د امریکا د وسلو پلورلو لړۍ دوام لري.
د المیادین خبري شبکې راپور ورکړی دی چې امریکا د خپلو ژمنو خلاف د ولسمشر بایډن په دوره کې هم پر سعودي د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو دوه قراردادونه لاسلیک کړي دي.
اړوند موضوعات:
سعودي عربستان لۀ امریکا د میلیونونو ډالرو پۀ ارزښت نظامي وسائل اخستي
د سعودي او امریکا حکومتونو تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. د ویلو ده چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف جګړه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پیل شوې ده چې په ترڅ کې یې د نظامیانو په ګډون زرګونه ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.






