د هند پخواني د کرکټ لوبغاړې سدهو د ګورونانک د زیږون په غونډو کښې شرکت لپاره پاکستان ته راغلې

0
187

باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کښې د مذهبی رورولي او همغږي یو ژوندې مثال او نمونه دا ده چې د سیکانو د مذهبی مشر او باني بابا ګورونانک د زیږون په ۵۵۲ ورځ غونډو کښې شرکت لپاره یو شمیر د هند پارلیمان نمایندګان او د سیکانو د اتحادیی مشرانو پاکستان ته رارسیدلي دي.

په دې هندي سیاسي او غیرسیاسي مشرانو کښې یو د هندوستان پخوانۍ د کرکټ لوبغاړۍ او سیاستدان سدهو هم دې چې د تیر کال په شان سږکل هم د بابا ګورونانک د زیږون ورځې په مراسمو کښې د شرکت لپاره پاکستان ته راغلې او په کرتارپور کښې ی خبري غونډې ته وینا هم کړې ده.

Leave a reply