خیبرپښتونخوا آرکیالوجي ډیپارټمنټ د ۱۷ پیړۍ د مغلو دور ودانې بیا رغونه وکړه

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د لرغونپوهنې او عجایباتو ریاست ادارې چارواکو د ۱۷ پیړۍ د مغلو د ورخت یو تاریخي او پخوانۍ ودانې د بیا رغونې چارو بشپړه کړي دې.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو داسې بیان او تصویرونه خپاره کړي دي چې دوی غواړي چې په صوبه کښې تاریخي ودانۍ د بیا رغونې لپاره عملی کار وکړي ، نوموړي په یو بیان کښې ویلي دي چې حکومت غواړي چې خیبرپښتونخوا د نړۍ سیلګرو لپاره د پام وړ یو ځای جوړ کړي.
په ټولنیزو رسنیو وزیراعلی دا بیان جاري کړې چې په پېښور کېنټ کې د ۱۷مې پېړۍ د مغلو دور یو تاریخي او يادګاري علي مردان په نامه تاریخي ودانې د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهنې او عجائباتو د رياست لخوا بيا رغول شوی او روښانه شوی دی.







