په ملک کښې دې پوهنتونونه د سایبر دفاع قوي کولو لپاره کار وکړي: ډاکټرعارف علوي

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په یو بیان کښې ویلي دي چې په ملک کښې د آي ټي تعلیم ته وده ورکولو لپاره باید چې ګوټلي ګامونه پورته کړې شي چې په ملک کښې د آنفارمیشن ټیکنالوجي ماهرین او ښوونکي زیات شي. هغه اوویل چې پاکستان ته دا وخت د آیی ټي په څانګه کښې د زیات شمیر ماهرینو پیدا کولو لپاره باید چې مونږعملي کار وکړو.

ډاکټر عارف علوي دا خبرې د نیشنل یونیورسټي آف ساینس اینډ ټیکنالوجي کې د بریفنګ په مهال وکړي، د اي پي پي رپورټ مطابق په هیواد کښې به مونږ له داسې کار کول وي چې په نړۍ کښې د پرمختګ او مارکیټ ضرورتونو د پوره کولو لپاره د ګریجویټس شمیره زیاته کړو، هغه اوویل چې پوهنتونونه باید چې د آن لاین زده کړو لپاره د موادو حجم زیات کړي او د تحقیق په میدان کښې باید نړیوال لوړو د زده کړو ادارو سره همکاري وکړي.
ددې نه وړاندې د پوهنتون پرو رېكټر ائير وائس مارشل ډاكټر رضوان رياض صدر مملكت ته د پوهنتون په اړه بريفنګ وركړو او د بیلا بیلو تعلیمي څانګو په اړه ی ورله معلومات ورکړل، په دې موقع ډاکټر عارف علوي معياري تعليم په وركړه كښې ددې لوړو زده کړو تعلیمي ادارې د مثبت رول ستاینه وکړه او ددې تعلیمي ادارې انتظامیه او ښوونکو ته ی په کار داد ورکړو.

Leave a reply