په تورخم پوله قیمتي موبایل فون نیول شوي
باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان تورخم په پوله ځای اهلکار رسنیو له خبر ورکړې دې چې یو تن سره ی قیمتي موبایل ټیلیفونونه نیولي دي چې په ناقانونه توګه ی افغانستان ته وړل.
د سرچینو مطابق یو افغان وګړي سره ۱۱ قیمتي آیی فون ځای اهلکار په ولکه کښې واخستل، افغان وګړی دا په ناقانونه توګه افغانستان ته وړل چې په تورخم پوله سرکاري چارواکو ونیول .
د سرچینو مطابق افغان تن ی نیولې او پلټنې ی ترې پیل کړي دي. یاده دې وی چې په تورخم پوله داسې شکایتونه رسنیو له راځي چې په دې پوله د نشه یی توکو سمګلنګ هم روان دې، د پولې اهلکارو وخت په وخت نشه یی توکي هم نیولي خو ځای خلق غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې چیکنګ سخت کړې شي چې په تورخم پوله د نشه یی توکو سمګلنګ بند شي او عام اولس د نشه یی توکو د لعنت نه خلاص شي.