باغي ټي وي رپورټ
د پيښور ټريفک پوليس د پاکستان ډيموکريټک موومنټ ريلي له وجي نوي ټريفک پلان جاري کړے دے.
پي ډي ايم نن د زيارت په ورځ پيښور کښې د ګرانۍ په ضد احتجاجي جلسه کوي چې پکښې مولانا فضل الرحمان، شهباز شريف، آفتاب احمد خان شېرپاؤ او محمود خان اچکزئي پشمول نور مشران هم ګډون کوي۔
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق په دې لړ کښې ټریفک پولیس د ښار یو ټریفک پلان جاري کړے دے چې پکښې د موټروے نه جی ټي روډ ته تلونکي ګاړي د ناردرن بای پاس نه راوتلی شي او د چمکنۍ موڑ له لارې ښار ته راتلې شي.
د یادونې ده چې په ټول ملک کښې د ګرانۍ په ضد سیاسي مشرانو او عام اولس احتجاجونه پیل کړي دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ګراني ختمه کړي او او عام اولس له دې ریلیف ورکړي.
پیښور کښې د پي ډي ایم د ګرانۍ په ضد احتجاج










Leave a Reply