په خیبر پښتونخوا کښې به ۲۳ لکه او ۳۶ زره ماشومانو ته د شري ضد واکسین ولګول شي

باغي ټي وي رپورټ
د ايډيشنل ډپټي کمشنر ميډم ګل بانو په مشرۍ کښې د شري او روبيلا په ضد کمپاين په اړه يوه مهمه غونډه وشوه چې پکښې به پيښور کښې د کمپاين په مهال 23 لاکه 36 زره ماشومانو ته د شري او روبيلا ضد څاڅکي ورکولې شي۔
د صوبايي سرښار پيښور کښي د شري او روبيلا په ضد دولس ورځني کمپاين روان دے په دي لړ کښي د ايډيشنل ډپټي کمشنر ميډم ګل بانو په مشري کښي د شري او روبيلا په ضد قومي کمپاين په اړه يو جائزه غونډه اوشوه چي پکښي ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران خان، انتظامي افسرانو، ضلعي هيلته افسر فضل مولا، ډپټي ضلعي پوليو او د پوليو په ضد د اولس مشر ګډون اوکړو۔ افسر ډاکټر نوید رشید، د PSRA استازی او د WHO، یونیسف او نورو څانګو چارواکو ګډون وکړو.
په غونډه کې د شري او روبیلا پر وړاندې د روان کمپاین په اړه بحث وشو او د روغتیا ریاست د ټیمونو کړنې یې وستایلې، په غونډه کې د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې ته لارښوونه وکړې شوه چې ټول ښوونځي دې د روغتیا ریاست د ټیمونو په همکارۍ د شري او روبیلا پر وړاندې واکسین مهم کې مرسته وکړه چې ټولو ماشومان ته د شري ضد واکسین ولګول شي.






