په لنډیکوتل کې د شري په ضد د واکسین کمپاین په کامیابۍ سره روان دې

0
238

باغي ټي وي رپورټ
د ملک د نورو سیمو په شان په ضم قبایلی سیمو کښې هم د شري او روبیلا په ضد د واکسین لګولو کمپاین ډیر په تیزۍ او کامیابۍ ره روان دې او تر ننه پورې په سلګونو ماشومانو ته د شري او د روبیلا په ضد واکسین لګول شوي دي.

په لنډیکوتل کې هم د سکول او په کورونو کښې د ۵ کالو نه تر ۱۵ کالو ماشومانو ته د شري ضد واکسین لګول کیږي، د لنډیکوتل په بیلا بیلو سیمو کښې د کمپاین په ډیر کامیابۍ سره روان دي.
د حکومت له اړخه په دې کمپاین کښې برخه اخستونکو اهلکارو رسنیو ته اوویل چې په پسید خیلو کښې په یو کلي کښې ی ۱۰۰ ماشومانو ته د شري په ضد واکسین ولګول او نن مو هم په یو سکول کښې تر ۱۵۰ ماشومانو ته د شري او روبیلا ضد واکسین ولګول، دې اهلکار زیاته کړه چې د کمپاین په آخر کښې به د ټولو ماشومان تفصیل جاري شی کومه ته چې دا واکسین ولګول شي.
د سکول انتظامیه مطابق دې ماشومانو ته واکسین ولګول شول او په دې ماشومان ددې واکسینو څه بده اغیزه له نه دې کړي.

Leave a reply