د امریکا پخواني ولسمشر ویلي چې امریکایي نظامي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت خفه کړم
د امریکا پخواني ولسمشر ویلي چې امریکایي نظامي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت خفه کړم
هغه یادو مراسمو ته په اشارې یو ځل بیا د افغانستان د اوسني وضعیت لامل بایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په سپینه ماڼۍ کې وای نو هیڅ امریکایي به دا بده منظره نه وه لیدلې.
(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له امریکایي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت لیدل یې په ژوند کې تر ټولو غمجنه منظره وه.
هغه یادو مراسمو ته په اشارې یو ځل بیا د افغانستان د اوسني وضعیت لامل بایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په سپینه ماڼۍ کې وای نو هیڅ امریکایي به دا بده منظره نه وه لیدلې.
ټرمپ د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د امریکا تسلیحات د طالبانو په لاس کې وو، په امریکایي زرهي ټانکونو کې سپاره وو او په امریکایي وسلو یې امریکا ته زور پیمانه کاوه.
اړوند موضوعات:
روسیې او تاجکستان افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات پیل کړي دي
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا له ۸۵ میلیارد ډالري تجهیزاتو سره نظامي پرایډ وړاندې کړی دی






