باغي ټي وي رپورټ
د پارلیمان لخوا د ټاکنیزو بل په منظوریدو ټول پاکستان قوم ته مبارکي ورکوم، دا بیان او مبارکي د خیبر پښتونخوا په خپل ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.
وزیراعلی محمود خان وایی چې د انتخابي اصلاحاتو بل منظورېدو سره موجوده حکومت او پاکستان تحریک انصاف يو ځل بيا مخ په وړاندې تللي دي او دوی ډیره لویه کامیابي ترلاسه کړې ده.
وزیراعلی وایی د پاکستان نه بهر میشتو پاکستانیانو ته د ووټ حق ورکولو سره د پي ټي آئي حکومت یوه بله وعده هم پوره کړه هغه زیاته کړه چې وس په بهرنیو هیوادونو کښې میشته میلیونونو پاکستانیانو ته د ووټ حق ورکول شول اوی ته مبارکی وړاندې کوم.
وزیراعلی محمود په بیان کې وایی چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په منظوریدو سره په هېواد کې د صفا ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یو مهم ګام واخستل شو، هغه زیاتوي چې ټاکنیز اصلاحات په هېواد کې اصلي بدلون په لور یو بل مهم ګام دې.
وزیراعلی پاکستاني قوم ته مبارکي ورکړې










Leave a Reply