په مقبوضه کشمیر کښې هندي فوځ ۵ کشمیري مسلمانان شهیدان کړي دي
باغي ټي وي رپورټ
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په جنوبي ضلع کې پنځه کسان د هندي ځواکونو له خوا وژل شوي دي، د الجزیره رپورټ مطابق هندي فوځ وایی چې دوی په دې کسانو شک وو چې وسله وال دی نو ځکه ی دوی وژلي دي.
د رپورآ مطابق دا پیښه یوه ورځ وروسته له هغې پیښې وشوه چې په سیمه کې د هندي فوځ له خواه عام وګړي د ډهال په توګه وکارول چې بیا په سیمه کښې ددې نتیجه داسې راغله چې په سیمه کښې کشمیري مسلمانانو احتجاج باندې لاس پورې کړو.
د رپورټ مطابق دا پنځه تنه د چهارشنبې په ورځ په کولګام ضلع کې په دو بیلا بیلو عملیاتو کې ووژل شول. د پولیس چارواکي وایی چې د جنوبي کشمیر په پومبی او ګوپالپوره کلیو کې د یاغیانو د شتون په اړه د خبرتیا وروسته ی عملیات پیل کړل چې او دا سیمه سیکوریټي اهلکارو ځواکونو له خوا کلابنده شوه چې بیا وروسته وسله واله نښته وشوه.
د الجریره رپورټ مطابق چارواکي وايي، په ګوپالپوره کلي کې ی هم دوه وسله وال وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو څخه یو یې د آفاق سکندر په نوم ، د قوماندان، یوه وسله واله ډله ده چې د مقاومت ګروپ په توګه پیژندل شوې ده، چارواکو ویلي چې د مقاومتي ګروپ په سیمه کې د مهاجرینو او هندوانو د هدفي وژنو تر شا لاس لري .
دیادونې ده چې نن په مقبوضه کشمیر کښې ۸۳۶ ورځ ده چې د هندي ُفوځ له لوري په مقبوضه کشمیر کې کرفیو لګیدلې ده او هندي فوځ ۱۲ ملیونو نه زیات کشمیري مسلمانان په کورونو کې زنداني کړي دي.