د ا.ا.ا وايي چې کابل کې مو د داعش ډلې یو پټنځای لۀ منځه وړی دی 

0
99

د ا.ا.ا وايي چې کابل کې مو د داعش ډلې یو پټنځای لۀ منځه وړی دی 

د داعش پر ضد دا عملیات په داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د ګڼو چاودونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

 

(2021 / 11 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

طالبان وایي، چې د کابل ښار په خیر خانې سیمه کې یې د داعش ډلې یوه ځاله له منځه وړې ده.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني نن د نومبر ۱۸ مه نېټه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د یاد وعملیاتو پر مهال د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او څو تنه ژوندي نیول شوي دي.

هغه لیکلي:

“تېره شپه د کابل د سرای شمالي په خېرخانې سیمه کې د داعش خوارجو یوه ځله کشف او له منځه یووړل شوه،یو تن داعش وژل شوی او څو تنه ژوندي نیول شوي، څېړنې ورڅخه روانې دي.”

د داعش پر ضد دا عملیات په داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د ګڼو چاودونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

اړوند موضوعات: 

داعش افغانستان کې د طالبانو لپاره یو بل سرخوږي

طالبانو تر دې وړاندې په کندهار کې د داعش پر ضد عملیات کړي وو، چې له کبله درې کسان وژل شوي وو او ګڼ شمېر نو ټپیان ول.

Leave a reply