روسیې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه وسپارله 

0
297

روسیې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه وسپارله 

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف روسي رسنیو ته ویلي چې نن پنجشنبه یې په کابل کې افغان لوري ته د بشردوستانه مرستو او اړینو توکو یوه بسته تسلیم کړې ده.

د ژیرنوف په خبره په دې بسته کې، خوراکي توکي، دوا او ځينې نور اړین مواد شامل دي چې پر اړمنو خلکو به ووېشل شي.

 

(2021 /  11 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو بسته تسلیم کړه.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف روسي رسنیو ته ویلي چې نن پنجشنبه یې په کابل کې افغان لوري ته د بشردوستانه مرستو او اړینو توکو یوه بسته تسلیم کړې ده.

د ژیرنوف په خبره په دې بسته کې، خوراکي توکي، دوا او ځينې نور اړین مواد شامل دي چې پر اړمنو خلکو به ووېشل شي.

ژیرنوف ویلي دا یې د بشردوستانه مرستو لومړی برخه ده او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې د مرستو دوه نورې بستې هم افغان لوري ته وسپارل شي.

اړوند موضوعات: 

قطر او چین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې ژر تر ژره دې افغانستان سره مرستې وکړي 

دغه روسي ديپلومات ټينګار کړی دی چې افغانستان دمګړی تر هر څه وړاندې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده چې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

Leave a reply