د پخوانۍ فاټا ۴۳ ارب روپۍ چرته غایبې شوي دي؟ د قبایلي سیمې اولس سوال

0
139

باغي ټي وي رپورټ
پیښور: په رسنیو کښې داسې رپورټ شایع شوې دې چې په تیرو کالونو کښې د پخوانۍ فاټا د مرمختیایی پروژو لپاره ایښودل شووو روپو کښې ۴۳ ارب روپې کمې دې او دې روپو لا تراوسه پورې هیڅ پته و نه لګیده چې دا روپۍ چرته لګول شوي .

په پرنټ میډیا او په ټولنیزو رسنیو روزانه دا سوال را اوچتیږي چې د قبایلي سیمو لپاره ایښودل شوو روپو کښې ۴۳ ارب روپې غایبې دي او ددې روپو هیڅ ریکارډ نشته دې.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د سیفران کمیټۍ په غونډه کښې په دې اړه بحث شوې وو خو تراوسه پورې څه معلومه نه شوه چې د فاټا لپاره ایښودل شوي په دومره لویه کچه دا روپې په کومه سیمه کښې لګولي دي او په کومه پروژه ی خرچ کړي دي.
د قبایلي سیمو ځوانان، مشران دا غوښتنه کوي چې د پخوانۍ فاټا د پرمختیایی کارونو کښې په دومره لویه پیمانه د مالي فنډ دې حساب کتاب وکړې شی او پلټنې دي وشي چې دا فنډ کوم ځای کښې خرچ شوې دې.

Leave a reply