د لنډیکوتل لوبغاړو لپاره به د سهولتونو او اسانتیاوې ورکولو په لړ کښې هڅې وکړم : سیدعالم شلماني

باغي ټي وي رپورټ
لنډیکوتل: د خيبر سپورټس کلب کرکټ کميټې لخوا د څلورم آل خيبر پښتونخواه هارډ بال کرکټ ټورنامنټ په حمزه بابا سپورټس ګراونډ لنډیکوتل کې د پرانسنې غونډه ترسره شوه او مشرمیلمه سيد عالم شلماني چې د شلمان قومي موومنټ مشر دې او په بلدیاتي ټاکنو کښې د تحصیل چییرمین څوکۍ لپاره امیدوار هم دې، ددې لوبې په رسمې توګه پرانسته وکړه.
په دې موقع مشر میلمه ژمنه وکړه چې د لنډیکوتل لوبغاړو د حوصله افزایی لپاره به دوی سره مرستې وکړي او اړوند چارواکو سره به خبره وکړي چې په لنډیکوتل کښې لوبغاړو لپاره سهولتونه او اسانتیاوي پیدا کړي.
په دی موقع د خیبر سپورټس کلب صدر معراج الدین شینواری د ایبټ آباد سوزوکی موټورز سی ای او حاجی سمیع الله شینواری، مرکزی سپانسر، د پروجیکټ عبدالرحمان، رحمان آټوز لاهور مالک حاجی اسماعیل په شمول په بلدیاتي ټاکنو کښې د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره امیدوار کلیم الله شینواری ،یو شمیر لوبغاړو او تماشبینو ګډون وکړو.






