ناورې پۀ نړۍوالو غږ کړی چې پۀ اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي
ناورې پۀ نړۍوالو غږ کړی چې پۀ اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلي، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دي چې د راتلونکي ژمي تر را رسېدو مخکې یې دغه هېواد ته ورکړي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ناروې د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی دی چې د نقدي مرستو په برابرو سره دې په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلي، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دي چې د راتلونکي ژمي تر را رسېدو مخکې یې دغه هېواد ته ورکړي.
نوموړې ویلي چې دا نقدي مرسته به پر اړمنو افغانانو ووېشل شي څو راتلونکی سخت ژمی تر یوه حده په اسانۍ تېر کړي.
اړوند موضوعات:
ناروې ویلي چې لۀ افغانستان سره بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوو
هغې ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه دې هم په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدي او هر څه ژر دې له دغو جګړه ځپلو وګړو سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.