عمران خان په مشرۍ كښې د رحمت العالمین ادارې غونډه وشوه

باغي ټي وي رپورټ
په اسلام آباد کښې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د د رحمت اللعالمین د جایزې یوه غونډه تابیا شوې وه ، په دې مهمه غونډه کښې په پارلیمان کښې په اهمو څوکیو ناست وزیرانو او نور مشرانو ګډون وکړو.
په دې موقع عمران خان اوویل چې د مدینې دولت د اصولو او اخلاقو یوه عملی نمونه وه ، هغه زیاته کړه چې د مدینې منشور د بشری حقونو حفاظت کوونکې او دفاع کوونکې وو.
وزیراعظم اوویل چې اسلامي ټولنه د خپل وخت تر ټولو بهترینه او ټولنه وه چې هر تن ته پکې خپل حقونه حاصل وو هغه زیاته کړه چې په اسلامی ریاست کښې به صوفیانو د سیرت په رڼا کې د سیمې خلکو ته د دوی په ژبه دیني تعلیمات ورکول.
هغه اوویل چې دیني جشنونو ته به د شخصیت جوړونې وسیله ګرځولو باندې ټینګار وشي او په پوهنتونونو کې څیړنه او انعکاس به د سیرت مهم اړخونه روښانه کړي، هغه زیاته کړه چې د پاکستان هر وګړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاشق دې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مینې تر ټولو لوی ثبوت د سیرت پیروي ده.
په دې مهمه غونډه كښې وفاقي وزيرانو پير نورالحق قادري، شفقت محمود، پروفېسر ډاكټر اعجاز اکرم، ډاكټر خالد مسعود او شهزاد نواز ګډون وكړو په دې غونډه کښې د ډاکټر عطاء الرحمن د ویډیو لینک له لارې ګډون وکړو.
https://www.facebook.com/NoorUlHaqQadriOfficial/videos/617913315889053





