د سعودي عرب او پاکستان د داخله چارووزیرانو ملاقات کړې

File photo
باغي ټي ډي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د سعودی عرب او پاکستا ن د اخله چارو وزیرانو ملاقات کړې دې، په دې ملاقات کښې د سعودی عرب وزیرداخله شیخ رشید ته ددوی د مشر رور په مړینه غمرازي ښکار کړه.
د اې پي پي رپورټ مطابق د سعودي عرب داخله وزیر عبدالعزیز بن سعود السعود د خپل پاکستاني هم څنګ شیخ رشید سره لیدنه وکړه، په دې ملاقات کښې د سعودي وزیر شیخ رشید د مشر رور په مړینه فاتحه وکړه او شیخ سره ی په دې غمجنه موقع د غمرازی او یووالي څرګندونه وکړه .






