د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی: پخپل څنګ کې د یو باثباته افغانستان غوښتونکي یو 

0
82

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی: پخپل څنګ کې د یو باثباته افغانستان غوښتونکي یو 

کابلوف ویلي روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي.

 

(2021 / 11 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان هیله لري. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د راتګ غوښتونکي دي.

دده په وینا روسیه هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي.

اړوند موضوعات: 

 چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د دایمي ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوو

کابلوف ویلي روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي.

هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی ته اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي.

Leave a reply