روسیې او امریکا د افغانستان پۀ تړاو خبرې کړې دي

روسیې او امریکا د افغانستان پۀ تړاو خبرې کړې دي
وېسټ وایي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روسیې او امریکا پر ګډو ګټو خبرې شوې دي او همدا راز ټینګار شوی دی چې طا لبان باید د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته تیار کړل شي.
(2021 / 11 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او روسیې پر افغانستان خبرې کړې دي، د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په مسکو کې له ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په مسکو کې یې له روسي چارواکو سره پر مهمو مسایلو په تېره د افغانستان پر کشالې خبرې کړې دي.
اړوند موضوعات:
چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د دایمي ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوو
هغه په دې سفر کې د روسیې د ملي امنیت شورا له مرستیال سره هم کتلي دي.
وېسټ وایي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روسیې او امریکا پر ګډو ګټو خبرې شوې دي او همدا راز ټینګار شوی دی چې طا لبان باید د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته تیار کړل شي.
نوموړی وایي دوی تمه لري چې په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله راشي او تر څنګ یې د افغانستان نوی حکومت د نړیوالې ټولنې قوانینو او لوایحو ته درناوی وکړي.






