جان بولټن وايي چې د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان ؤ
جان بولټن وايي چې د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان ؤ
بولټون دغه راز د پنټاګون د یو چارواکي له لوري خپرو شویو اسنادو ته په اشارې ویلي چې داعش او القاعده ډلې دواړه ممکن له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې په متحده ایالاتو کې بریدونه وکړي او د ده په خبره د دې بریدونو مسوول به جوبایډن وي.
(2021 / 11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي چې د امریکایانو ترمنځ د ولسمشر بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی.
هغه له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو څرنګوالي د بایډن محبوبیت هم تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ کړ.
نوموړي ویلي، خلک ملامت نه دي چې بایډن یې تر پام بد ورځي ځکه دوی د خپل ملي امنیت په اړه په وېره کې دي او جوبایډن تر ټولو ناکام سیاست غوره کړ، هغه له کوم تضمین پرته له افغانستان څخه ځواکونه وایستل او دغه هېواد یې د میلیاردونه ډالرو په ارزښت تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم کړ.
اړوند موضوعات: