روسیه هند ته د اېس ۴۰۰ سیستم لېږد پیلوي 

0
127

روسیه هند ته د اېس ۴۰۰ سیستم لېږد پیلوي 

د یادونې ده چې وړاندې تر دې هندي چارواکو ویلي وو چې د چین د تهدیدونو د مخنیوي لپاره یې له روسیې سره د ۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم پېرلو قرارداد لاسلیک کړی دی.

 

(2021 / 11 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسي چارواکي وایي چې مسکو هند ته د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم لېږد پیلوي.

د روسیې خبري اژانس د یاد هېواد د پوځي همکاریو د رییس دیمیتري شوګایف له قوله راپور ورکړی دی چې هند ته د یاد سیسټم د لېږلو لومړنۍ محموله چمتو شوې ده او ژر به یې واستوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د دغه سیسټم لومړنی واحد به د روان کال تر پایه هند ته ورسېږي.

اړوند موضوعات: 

ترکیه وايي چې له روسیې څخه د ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم اخلي

د یادونې وړ ده چې وړاندې تر دې هندي چارواکو ویلي وو چې د چین د تهدیدونو د مخنیوي لپاره یې له روسیې سره د ۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم پېرلو قرارداد لاسلیک کړی دی.

دا پۀ داسې حال کې ده چې تر هند وړاندې ترکیې هم لۀ روسیې سره د اېس ۴۰۰ سیستم د پیرلو قرارداد کړی ؤ.

Leave a reply