د پیټرولیم مصنوعاتو په قیمتونو کښې د اضافه کولو جواز نشته : رپورټ

0
198

حکومت که په پیټرول او ډیزل لیوي ټیکس ختم یا کم کړي نو اولس له ۹ نهه روپې ریلیف ورکولې شي
باغي ټي وي رپورټ
په ټولنیزو رسنیو یو رپورټ خپور شوې چې پکښې لیکل شوي چې په عالمي منډي کښې د پیټرولیم مصنوعاتو قیمت کښې زیاتوالې نه دې راغلې نو دې لپاره بیا په پاکستان کښې هم د پیټرولیم مصنوعاتو په نرخ کښې زیاتوالې نه دې په کار او دا ددې هیواد اولس سره ظلم دې.
د رپورټ مطابق په عالمی مارکیټ کښې تیره اونې د خام تیلو یو بیلر قیمت ۷۸ امریکایی ډالر مقرر وو ولې په پاکستان کښې د پیټرولیم مصنوعاتو نرخ په ۶ نومبر د ۷۸ امریکایی ډالر په حساب سره مقرر شو.
د رپورټ مطابق د اوګرا سرچینو ویلي دي چې د ۱۶ نومبر نه تر د اول دسمبر پورې د پیټرولیم په نرخ کښې د زیاتوالي کولو هیڅ جواز نشته دې. په رپورټ کښې ویل شوي دې چې حکومت چې په پیټرول او ډیزل باندې لیوي ټیکس ختم کړي یا ی کم کړې نو اولس له تر ۹ نهه روپې پورې ریلیف ورکولې شي

Leave a reply