نیویارک ټایمز تازه ویلي چې امریکا سوریه کې لۀ داعش سره پۀ جګړه عامه وژنه کړې ده
راپور کې راغلي چې په سوریه کې له داعش ډلې سره د امریکا د جګړې په لړ کې د متحده ایالاتو پوځیانو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان وژلي دي.
راپور کاږي چې امریکا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د داعش ډلې په نوم پر ملکي وګړو د اف-۱۵ جنګي الوتکې په واسطه د دوه ټنه په اندازه چاودېدونکي توکي کارولي دي.
(2021 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره له داعش ډلې سره د جګړې په لړ کې د امریکایي پوځیانو له ټولوژنې پرده پورته کړې ده.
راپور کې راغلي چې په سوریه کې له داعش ډلې سره د امریکا د جګړې په لړ کې د متحده ایالاتو پوځیانو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان وژلي دي.
راپور کاږي چې امریکا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د داعش ډلې په نوم پر ملکي وګړو د اف-۱۵ جنګي الوتکې په واسطه د دوه ټنه په اندازه چاودېدونکي توکي کارولي دي.
د راپور له مخې، په یاد برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۰ ملکیان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپيان شوي دي. د امریکا پوځ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.










Leave a Reply