روسیه وايي چې د امریکا بشردوستانه سیاستونو پۀ افغانستان کې ماته خوړلې ده

هغه په خپلو څرګندونو کې پر امریکا نیوکې کړې چې د بشردوستانه او انساني اصولو خلاف یې پر افغانستان فشارونو ته ادامه ورکړې ده او باید دا لړۍ پای ته ورسوي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا ټولو سیاستونو ماته خوړلې ده، بشردوستانه ژمنې نه دي عملي شوې او افغانستان له ناوړه وضعیت سره مخ دی.
(2021 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د امریکا ټول سیاستونه مات شوي دي. په نړیوالو اداراتو کې د روسیې استازي په وین کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې نړیوال دې د افغانستان شتمني ازاده کړي او په دې برخه کې دې خپل ناروا سیاست پای ته ورسوي.
هغه په خپلو څرګندونو کې پر امریکا نیوکې کړې چې د بشردوستانه او انساني اصولو خلاف یې پر افغانستان فشارونو ته ادامه ورکړې ده او باید دا لړۍ پای ته ورسوي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا ټولو سیاستونو ماته خوړلې ده، بشردوستانه ژمنې نه دي عملي شوې او افغانستان له ناوړه وضعیت سره مخ دی.
دغه روسي چارواکي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر وړاندې له بشردوستانه سیاست کار واخلي او پر افغانانو دې اوسني فشارونه پای ته ورسوي.