د پیښور او تورخم لویه لار ځای اولس بنده کړې وه

باغي ټي وي رپورټ
په ضلع خیبر کښې د تحصیل لنډیکوتل په خیبر صدوخیلو سیمه کښې د پیښور او تورخم لویه لار د ځایی اولس له اړخه احتجاجا بنده کړه، د ځایی خلقو وینا وه چې ددوی په سیمه کښې یو ګروپ ددوی په زمکه قبضه کړې ده .
د صدو خیل کلي خلقو غوښتنه وه چې ددوی په زمکه یو مخالف ګروپ قبضه کړې ده ، ددوی غوښتنه وه چې د مخالف ګروپ په ضد دې قانونی کاروایی وشی او زمونږ زمکه دې ددوې ګروپ نه آزاده کړې شي.
لویه لار یو څو ساعته بنده وی چې له وجهې ی مسافرو ته سخت مشکلات مخې ته راپیښ شوي وو، بیا روسته د لنډیکوتل پولیس سټیشن یو مشر عشرت شینواري احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي ، احتجاج کوونکو ته ی باور ورکړو چې ددوی ستونزه به هواره کړې شي.
د پولیس له اړخه د باور ورکول نه پس د صدوخیل اولس د پیښور تورخم لاره د هرقسم ټریفک لپاره خلاصه کړه.

پیښور او تورخم لویه لار په لنډیکوتل کښې ځای اولس بنده کړې وه






