خوراکي توکي په ګران قیمت خرڅوونکې دوکاندارانو او سوداګرو سره به قانوني چلند وکړو: د نوښار انتظامیه

0
154

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا حکومت په لارښودنه او حکم د ضلع نوښار د سوداګرو او دوکاندارانو ته د اړتیا وړ خوراکي توکو د نرخونو نوی لیسټ جاري شوې دې ، د نوښار انتظامیه مطابق دا نوې لسټ د سوداګرو اود ټولنې له استازو سره په مشوره ترتیب او خپور شوی دی.

د نوښار ځای انتظامیه او د نوښار ضلعې د د اطلاعاتو او عامو اړیکو دفتر په یو بیان کښې ویلي دي چې که کوم هټیوال د نرخ لیست څخه سرغړونه کوي، نو د انتظامیه دفتر د ادارې شکایت شمیرې 09239220098 یا د خپلې سیمې د اسسټنټ کمشنر دفتر ته ولیږې.
په دې بیان کښې لیکل شوي دي که څوک هم د حکومت حکم پرته ګران خوراکي توکي خرڅ کړي نوی دوی سره به قانوني چلندی وشي.

Leave a reply